د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د افغانستان الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان هوکړه د منلو نه ده

دفاع وزارت پر خپله ويبپاڼه ویلي، له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ راز “معامله” ورته د منلو نه ده.

سرپرست حکومت د امريکا متحده‌ایالتونو هغه پرېکړه رد کړې ده چي وايي، د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د ملي اردو الوتکي او هیلیکوپټري به په ازبکستان کي پاته کيږي.

د راپورونو له ‌مخي په تاشکند کي د امریکا سفیر جاناتان هینیک په روانه اوونۍ کي ویلي وه، چي امریکا د دې الوتکو د برخلیک په اړه د ازبکستان له چارواکو سره خبرې کړي او موافقه سوې چي هلته به پاته کيږي.

خو د دفاع وزارت نن پر اېکس شبکې په یو بیان کي ویلي دي، دا پرېکړه د منلو وړ نه‌ ده.

په بیان کي د ازبکستان له حکومت څخه غوښتنه سوې چي په‌ دې اړه له هر راز معاملې څخه ډډه وکړي.