د سرېلانکا پخوانی رئیس جمهور د سرېلانکا د حکومت له خوا ونیول سو

نن جمعه د اګسټ ۲۲ مه د رویټرز )خبري آژانس خبر ورکړی چي د سرېلانکا پخوانی رئیس جمهور رانيل ویکرميسينګه د مالي جرمونو د ادارې (CID) له خوا ونیول سو.
د رويټرز د راپور له مخي چي رانيل د خپل مالي فساد د تورونو د سپیناوي له پاره حاضر سوی و،چي د مالي جرمونو د ادارې له خوا نیول سوی دی.
د رويټرز د راپور په حواله چي پر رانیل باندي د دولتې بوديجې څخه د ناوړي استفادې تورونه وه،په ځانګړي ډول هغه تور چي د خپلي مېرمني د فراغت مراسمو له پاره لندن ته په دولتي بوديجه تللی و.
د یادوني وړ ده چي په اخري وختونو کي دا د سرېلانکا اول رئیس جمهور دی چي د حکومت له خوا نيول کيږي