د سعودي عربستان استازو له ذبیح الله مجاهد سره په خبرو کي ویلي، چي په افغانستان کي خپل سفارت بیرته پرانیزي

د دوحې ناستي مخکي کي د سعودي عربستان استازو د اسلامي امارت ویاند او د دوحې ناستي د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې بحث کړی.
ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې کتنه کي د دواړو لوریو ترمنځ رغنده خبري سوي دي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې کتنه کي د سعودي عربستان استازو ویلي، غواړي ژر تر ژره په کابل کي خپل سفارت بیرته پرانیزي.
نوموړي زیاته کړې، د سعودي عربستان استازو له اسلامي امارت سره د تعامل غوښتنه کړې.
د دوحې ناسته نن ماښام پيل سوې چي د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا استازي پکښي کډون لري.