د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ وايي چي په افغانستان کي یې د ګوزڼ یا پولیو ختمولو لپاره د اسلامي پراختیا له بانک سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی

دغه بنسټ تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه د دې تفاهم‌لیک د لاسلیک اعلان کړی دی.

په همدې حال کي اسلامي پراختیایي بانک پر ایکس شبکه لیکلي چي د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تفاهم لیک د ګډو هڅو د یوې برخي په توګه لاسلیک سوی دی.

بانک زیاته کړې چي د دې مرستي موخه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ملاتړ او د لومړنیو روغتیایي خدماتو ښه کول دي.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چي لا هم د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي سوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کي د پولیو ۲۳ مثبتي پېښي ثبت سوي، خو په پاکستان کي یې د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته رسېږي.