د سعودي عربستان په ټولو مسجدونو کي روژه ماتونه منع او تراویح لس رکعته اعلان سوي دي

د سعودي عربستان ولیعهد د پرېکړي پر اساس د روژې په مبارکه میاشت کي د بیت الله شریف په ګډون د سعودي په ټولو مسجدونو کي روژه ماتونه منع اعلان سوي دي.
ایکنانیوز د العربي الجدید له قوله لیکلي، چي سعودي عربستان د روژې مبارکي میاشتي د رارسیدو په مناسبت د مسجدونو د پاکۍ د ساتني په موخه د بیت الله شریف په ګډون په ټولو مسجدونو کي د دسترخوانونو غوړول منع اعلان کړي دي.
د دې ترڅنګ پرېکړه سوې چي د مسجد په منځ او داخل کي به انځورونه نه اخیستل کیږي.
د دغه پرېکړي له مخي په هیڅ مسجد کي د لمانځه ادا کولو بهیر په ژوندۍ بڼه له رسنیو څخه نه سي خپرېدلای.
د سعودي د حکومت له خوا په خپره سوې اعلامیه کي د مسجدونو ملا امامانو ته سپارښتنه سوې چي د روژه مات پرګرامونو لپاره له روژه تیانو څخه مالي مرستي را ټولي نه کړي.
دوی ته سپارښتنه سوې چي د روژه مات لپاره دي ځانګړی ځای پیدا کړل سي او په موقتي خېمو کي دي روژه ماتونه تر سره سي.
سعودي عربستان دغه راز تېره شپه خبر ورکړی وو، چي په حرمین شریفین کي به سږ کال په روژه کي د شلو رکعتو پر ځای لس رکعته تراویح کیږي.