د جلالاباد ښار د سلطانزي مارکېټ یو شمېر دوکانداران شکایت کوي، چي د مارکېټ مالک له دوی څخه غوښتي، څو ژر تر ژره خپل دوکانونه خالي کړي.
د دوی په وینا، دا غوښتنه د دې لپاره سوې چېي مالک وکولای سي دوکانونه په لوړه بیه نویو کسانو ته په کرايه ورکړي.
دغه دوکانداران وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو سره هممهاله دا فشار زیات سوی، او هغوی ګواښل کېږي، چي باید حتمي دوکانونه خالي کړي.
دوکانداران وايي، مخکي د ننګرهار ولايت مقام له لوري پرېکړه سوې وه، چي د مارکېټونو د کرايې د لوړوالي لپاره باید ۳۰ سلنه زیاتوالی تر حد پورته نه سي.