د سلطان محمود غزنوي په اړه د خواجه آصف له سپکاوي ډکو خبرو ته چارواکو توند غبرګون ښوولی

د حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان دفاع وزیر له سپکاوي ډکو خبرو ته توند غبرګون ښوولی او د خواجه اصف له سپکاوي ډکي څرګندوني یې له تاریخي واقعیتونو بې خبري ګڼلې ده.

فطرت ویلي، چي سلطان محمود غزنوي د اسلامي امت ویاړ دی او هر ځل یې د مظلومو ولسونو په ځانګړي ډول د مسلمانانو د ژغورني لپاره هند او نورو سیمو ته سفرونه کړي.

نوموړي د خواجه اصف څرګندوني په کلکه رد کړي او زیاته کړې یې ده، چي سلطان محمود غزنوي د مسلمانانو دفاع خپل فرض ګڼله، هغه څه چي نن سبا یې د خواجه اصف په څېر خلک تصور هم نه سي کولای.

حمدالله فطرت زیاته کړې، له حقایقو د پاکستان دفاع وزیر په کچه اشخاصو بې خبري د تاسف ځای دی او داسي مهال ورته سپکاوی کوي، چي د همدې هیواد په دفاعي توغنديو د محمود غزنوي نوم اېښودل سوی.

د پاکستان د دفاع وزیر له یوه پاکستاني ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کي ویلي، چي سلطان محمود غزنوي یو غل وو او هند ته به یې د لوټمارۍ لپاره سفرونه کول.