د کرکیټ دغه سیالۍ چي د شپږو ولایتونو تر منځ په لاره اچول سوي وې، په پایلوبه کي ئې کندهار لوبډلي زابل ته په ماتي ورکولو سره اتلولي خپله کړل.
د زابل او کندهار د کرکیټ سیالي د زابل په بالاحصار کي نن د جمعې په ورځ تر سره سول، د لوبي پچه کندهار وګټل او د توپ اچوني پرېکړه ئې وکړل او زابل ته ئې د توپ وهني وړاندیز وکړ.
پایلوبه د کندهار کرکیټ لوبډلي خپل په نوم کړل او خپلي سیالي زابل لوبډلي ته ئې ماتي ورکړل او دسلطان ملخي جام اختریزي سیالیو اتلولي ئې وګټل
د کرکيت دغه سیالۍ ته په سلهاوو ځوانان او د کرکيټ مینوال ورغلي وه، چی د کندهار او زابل د کرکیټ لوبه ئې د نږدي ننداره کول.