د سمنګانو د اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کي د تېرکال په پرتله د غنمونو په حاصلاتو کې د ۶۰ سلني د زیاتوالي خبر ورکړی دی

د یاد ولایت د کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر انجنیرخلیل کریمي وايي، چي سږکال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کي پرڅه باندي ۲۱۲ زره هکټاره  مځکه غنم کرل سوي وه، چي له امله یې په تخمیني توګه ۱۰۸ زره ۶۰۰ ټنه غنم لاسته راغلي.

د چارواکو په وینا، تېرکال له دغه مځکي څخه ۳۳ زره ۲۳۶ متریک ټنه غنم ترلاسه سوي وه، دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي د غنمو حاصلاتو د ډېروالي اساسي لاملونه د اصلاح سویو تخمونو او د کیمیاوي سري د وېش، کروندګرو ته د کرني په برخه کي عامه پوهاوی، د اورښتونو او اوبو د کچي لوړوالی، د کرني معیاري او میکانیزه کېدل ښودلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *