د سمنګان-بغلان پر لویه لاره ترافیکي پېښه کي یو کس مړ او شپږ نور ټپیان سوي دي

د سمنګان-بغلان پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کي د يو تن د مړيني او شپږ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل سوی دی.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته ویلي، د دوشنبې ماسپښین د سمنګان په رباطک سیمه کي یو فورتینر ډوله موټر چپه سو چي پکښي يوه کوچني ساه ورکړې او د ښځو او ماشومانو په شمول شپږ کسان نور په کي ټپيان سوي دي.

نوموړي زیاته کړه چي ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول سوي دي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌ احتیاطي په افغانستان کي د زیاتو ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *