د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کي د سمیرا په نامه یوې متشبثي مېرمني له زده کړو محرومو ۵۰ نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په دې ډله کي هغه نجوني شاملي دي چي له زده کړو او کاره محروم سوي دي.
د دې کارخوني مشره سمیرا وایي ۵ کاله وړاندي یې په ۲۰ زره افغانۍ د خیاطۍ مرکز جوړ کړ، چي په خبره یې اوس پکښي د ۱۰۰ زره افغانیو وسایل لري.
هغه وایي، تر اوسه یې په دې برخه کي له حکومت او کومي موسسې مرسته نه ده ترلاسه کړې.
د سمیرا په خبره، د دې کار موخه یې له زده کړو د محرومو نجونو لاسنیوی او له همدې لاري د لاسي صنعت پراختیا ته کار کول دي.
په کار بوختي نجوني هم خوښي دي، چي د کار زمینه ورته برابره سوې.
دوی وایي هڅه یې وکړه چي زده کړي وکړي خو ونه توانېدلې او نه هم چا ورته زمینه برابره کړه؛ نو ځکه اړي سوې چي یو کسب زده کړي څو راتلونکی جوړ کړي.