د سمي اوسېدونکي : د نښتي له امله د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ ځیني خلک نورو سيمو ته کډه سوي

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د سرحدي سیمو خلکو ویلي، چي د جګړې له بیري اکثر خلکو کډي کړي دي

د سیمي اوسېدونکو ویلي، د پاکستان د راکټي بریدونو په پایله کي تر دې دمه لږ تر لږه اته ولسي خلک څه ناڅه ژوبل سوي دي.

له څو ورځو د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ په ځاځي میدان سیمه کي نښتي کېږي.

که څه هم چارواکو د شنبې په ورځ د نښتو د درېدو خبر ورکړی وو، خو د سیمي ځینو خلکو ویلي، چې وقفه‌يي جنګ روان دی.

امنیتي او دفاعي چارواکو لا رسماً د ځاځي میدان د جګړې په ارتباط څه نه‌دي ویلي.

رسنیو راپور ورکړی چي، د طالبانو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نښتي هغه وخت رامنځته سوي، چي طالبانو غوښتل دوې پوستې جوړي کړي او پاکستانیانو یې مخه نیوله.