د سویلي افریقا کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندي د درې یو ورځنیو سیالیو راتلونکي لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه

د سویلي افریقا کرکټ بورډ نن دوشنبه د افغانستان پر وړاندي د درې یو ورځنیو سیالیو راتلونکي لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه.

په اعلان سوې لوبډله کي ټیمبا بوما د سویلي افریقا لوبډلمشر دی.

افغانستان لا دې سیالیو ته خپله لوبډله نه‌ده اعلان کړې.

باید وویل سي چي، د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ به د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره سي.