سوېليکوریا د امریکا او د دغه هیواد د ګډو پوځي تمریناتو پرمهال شماليکوریا بالېستیک توغندي توغولي دي.
د سوېليکوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ویلي چي روان کال شماليکوریا د پنځم ځل لپاره له لوېدیځ ساحل څخه سمندر ته څو توغندي توغولي دي.
دغه توغندي داسي مهال توغول سوي چي امریکا او سوېليکوریا د «ازادۍ ډال» په نوم خپل ګډ کلني پوځي عملیات پیل کړي.
ټاکل سوې چي دغه ګډ پوځي تمرینات د رواني مارچ میاشتي تر شلمي نېټې دوام ولري.
پیونګ یانګ دغه ګډ پوځي تمرینات پارونکي بللي او په یوې بیانیه کي یې ویلي چي ورته اقدامات به پوځي نښتي ته لمن ووهي.
د ازادۍ ډال په نوم ګډ پوځي تمرینات د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمي دورې له پیل راهیسي په لویه کچه لومړي تمرینات دي چي پیلېږي.
ټرمپ چي د خپلي لومړۍ دورې پرمهال درې ځله د شماليکوریا له مشر کېمجونګ اون سره لیدلي، د امریکا او شماليکوریا د ډیپلوماسۍ بیاپیل ته یې، لېوالتیا ښودلې ده.