د سيګار راپور: په افغانستان کي د مېرمنو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندي سوي

د متحده ایالاتو د افغانستان د بیا رغوني له پاره د ځانګړي څارونکي ادارې (سیګار) د نوي راپور له مخي، د افغانستان د بشري حقونو حالت خورا خراب او د اندېښني وړ ښودلی دئ.
په دغه راپور کي ويل سوي، چي اوسمهال په افغانستان کي ښځي او نجوني تر ټولو زیات زیان لیدلی دئ.
د سيګار د راپور په حواله ط..البانو د سختو محدودیتونو له امله، لکه د شپږم ټولګي وروسته د نجونو د زده کړو بندېز، د ښځو د دندو محدودول، د بشپړ حجاب اړتیا او په عامه ځايونو کي د ښځو ګډون منع کول، د ښځو اساسي حقونه په کلکه تر پښو لاندي کولو په مانا دي.
سیګار زياتوي، چي د ط..البانو دا ظالمانه تګلاره داسي اغېز کړی، چي ښځي اوس په بشپړ ډول د افغانستان د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري ژوند څخه ګوښه سوي او دغه حالت د هغوی پر روغتیا، تعلیم او خوندیتوب باندي سخت ناوړه اغېز کړی دئ.
دا ادارې د اندېښني په څرګندولو سره ویلي، چي د نړۍوالو مرستو کمښت او د ط..البانو لخوا د بشري مرستو ته د لاسرسي خنډونه د افغانستان د ښځو حالت نور هم خراب کړی دئ.