د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د کاکړانو او ځینو نورو منډیو کي له اورګېدنه نورو سیمو ته پراخه سوې

د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د وېش په نامه بازار کې د بېټريو او نورو توکو په مارکېټونو کي نن له غرمې مخکي څه باندي يوولس بجې اورلګېدنه سوې
د سيمي اوسېدونکي وايي، تر اوسه هم اورلګېدنه مهار سوې نه ده او لا هم پراخیږي.
د دغه منډۍ دکانداران وايي، د اوروژني لپاره د ډيورنډ کرښي هاغاړي چمن څخه هم اطفايې راغلي.
د دوی په وینا، په دغه منډویانو کي تر ډېره د بيټريو او موټرانو د پرزو دوکانونه دي چي کېدای سي ډېر زيان ورسيږي.
امنيتي مسوولين وايي، له کندهار ښار او قول اردو څخه هم اطفايې ورغلي دي.