د سپین بولدک – چمن تر منځ د ناروغانو لپاره ځانګړې لار بنده سوې

د سپين بولدک اوسېدونکي وایي، د سپين بولدک – چمن ترمنځ د ناروغانو لپاره ځانګړې سوې لار چي د مازل ګلۍ په نوم یادیږي د دريو ورځو راهيسي بنده ده.
دغه لاره د سپين بولدک – چمن تر منځ د عمومي دروازې جنوبي اړخ ته موقعیت لري چي مخکي د ډیورنډ کرښي دواړه غاړو ته پرتو ولسونو تګ راتګ ورباندي کاوه خو په دې وروستیو کي یوازي ځیني ناروغان ورباندي پرېښودل کېده.
ویل کیږي چي لاره له دې خوا طالبانو تړلې ځکه پاکستاني ځواکونو د ناروغانو او د هغوی له پایوازانو سره بد چلند کاوه او پیسې يې ځني اخیستلې.
پر دغه لاره تلونکو ناروغانو ته ځانګړی ټوکن ورکېدی او د ناروغانو د پایوازانو اصلي تذکره هم د ضمانت په توګه ورڅخه ګرځول کېدل.
پر دغه لاره تلونکي ناروغان وایي، دا لاره باید بیرته د دوی پر مخ خلاصه سي.