د سپین بولدک-چمن دروازه کي پر تګ راتګ د لګول سويو محدودیتونو له کبله زرګونه سیمه‌ییز کسان بې‌کاره سوي دي

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، د سپین بولدک-چمن دروازه کي پر تګ راتګ د پاکستان د حکومت له لوري د لګول سويو محدودیتونو له کبله زرګونه سیمه‌ییز کسان بې‌کاره سوي دي.

د ډیورنډ کرښي ته څېرمه پرتې سپین بولدک والسوالۍ ځايي چارواکي وايي، د سپین بولدک-چمن پر لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې حتمي کېدو د ګڼو ستونزو ترڅنګ دلته زرګونه کسان بې روزګاره کړي دي.

د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګوني خوني مشر محمد شفیق اڅکزی وایي، په دغه ځای کي له ۲۵څخه تر ۳۰زرو کسان به سهار او ماښام د غوټو د وړلو چي د لغړي کاروبار هم ورته وايي، روزي ګټله، خو دغه کسان له تېر یوه کال راهیسي په مطلقه توګه بې‌کاره سوي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په میاشت کي اعلان وکړ چي پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *