د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کي ۳۲۰ تنه افغانانو ته د ناچاوده توکو او ماینونو له امله مرګ ژوبله اوښتې

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کي ۳۲۰ تنه افغانان د ناچاودو وسایلو او ماینونو په چاودنو کي ټپیان یا وژل سوي دي.
د سره صلیب نړیوالي کمېټې په وینا، په دې کسانو کي ۲۶۵ تنه یې کوچنیان دي چي د ټولو قربانیانو څه باندي ۸۲ سلنه کیږي.
د سره صلیب د نړیوالي کمېټې د راپور له مخي، ساري ناروغۍ، خوارځواکي او رواني ستونزي هم د افغانستان د څه باندي ۴۰ کلونو د جګړې ناوړه اغېزې دي چي افغانان ورسره مخامخ دي.