نن د افغانستان د پخواني پاچا شاه امانالله خان د مړینې ۶۵م تلین دی، نوموړی د هیواد د خپلواکۍ مبارز، عصري اصلاحاتو مخکښ او یو ولسمشر پاچا وو. د هغه د مړیني او جنازې داستان د ملي غم او بېوفایۍ یو تاریخي مثال ګڼل کېږي.
شاه امانالله خان د ژوند وروستیو شپو کي خپلو نږدې کسانو ته وصیت کړی وو چي که وفات سي، جنازه یې افغانستان ته یوسي او یا یې د قلعه قاضي ترڅنګ، یا زرنګار پارک، یا د امیر عبدالرحمن خان ترڅنګ خاورو ته وسپاري.
غازي امانالله خان د سترګي د سرطان له امله د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۲۵مه (غوايي ۵مه، ۱۳۳۹ل) د سویس په زوریخ ښار کي، له ۳۱ کلني جلاوطنۍ وروسته وفات سو.
د هغه د خوریي جنرال سردار عبدالولي لهخوا وصیت د ظاهر شاه او شاه ولي خان سره شریک سو، خو هغوی درې ورځي هیڅ غبرګون ونه ښود.
د هغه جنازه له کندهار هوايي ډګر څخه جلالآباد ته یووړل سوه او هلته پرته له کوم رسمي مراسمو خاورو ته وسپارل سوه.
شاه امانالله خان، چي د افغانستان د خپلواکۍ اتل وو، د خپل ژوند په وروستیو کي له بېوفایۍ، جلاوطنۍ او له رسمي درناوي پرته خاورو ته وسپارل سو.
د هغه جنازه که څه هم د ولس له لوري په مینه بدرګه سوه، خو د وخت دولت هغه ته نه هغه درناوی ورکړ چي وړ یې وو، نه یې د هغه د وصیت احترام وکړ.