د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، د کوریا ټاپو وزمه «په نړۍ کي تر ټولو ګرمه سیمه» ده او اوسني کړکېچ دغه ټاپووزمه «د تاریخ تر ټولو بد پړاو» کي اچولې ده

د شمالي کوریا مشر په يوه ناسته کي د دغه هیواد د پوځ له قوماندانانو او سیاسي مشرانو وغوښتل چي خپل جنګي وړتیاوي ښې کړي او له پوځي ګواښونو سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
د رویټرز د راپور له مخي، کیم جونګ اون ټینګار کړی چي د جنوبي کوریا په ګډون د امریکا او د هغې د متحدینو له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیاسي او پوځي ځواک جوړولو او د جګړې د مٶثریت پیاوړتیا ته اړتیا ده.
نوموړي د دې غونډي پر ګډونوالو ږغ وکړ، چي د پوځي وړتیاوو د لوړولو لپاره خپلي ټولي هڅي وکاروي.
دا په داسي حال کي ده، چي له روسیې سره د شمالي کوریا پوځي همکاريو په نړیواله کچه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *