د شپږيزي ليګ پايلوبه پيل سوه؛ د بند امیر ښاماران لوبډله توپوهنه کوي

د افغانستان د کرکټ د شپږیزي لیګ پایلوبه د بند امیر ښاماران او آمو نهنګانو ټیمونو تر منځ ترسره کیږي چي اوس پیل سوه.
د بند امیر په ټیم کې حشمت‌الله شهیدي کپټان دی او ورسره نوین‌الحق، کریم جنت، ننګیالی خروټي، صدیق پاچا او ځینې نور لوبغاړي ملګري دي.
د آمو نهنګانو ټیم مشري عظمت‌الله عمرزی کوي چي ورسره فضل‌الحق فاروقي، قیس احمد، شرف‌الدین اشرف او ځیني نور ځوان لوبغاړي لوبیږي.
بند امیر او آمو ټيمونو د شپږیزي لیګ په نهم پړاو کي هر یوه له اتو لوبو پنځه وګټلې او د پنځو ټیمونو د دوو مخکښو لوبډلو په توګه یې پایلوبي ته لار پیدا کړه.