د صادراتو په پرتله د تازه مېوو کورنی مصرف ډېری سوی دی

د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین وايي، روان کال د صادراتو په پرتله د تازه مېوو کورنی مصرف ډېری سوی دی

د دوی په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په افغانستان کي باغ‌لرونکو ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د پاکستان له لاري د صادراتو پر وړاندي خنډ لامل سوی چي د تازه مېوو د صادراتو کچه د پام وړ کمه سي.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني لومړي مرستیال یونس مومند ویلي، هڅه کوي چي د ایران او ترکمنستان له لاري د افغانستان کرنیز محصولات نورو هیوادونو ته صادر کړي.

د هغه په وینا، افغانستان روان کال ځینو هیوادونو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت شفتالو، الو، ګیلاس او خټکي صادر کړي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګوني ګډي خوني اجرايي رییس هم وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیت ظرفیت لوړ دی، خو د همږغۍ نه‌شتون د دواړو هیوادونو سوداګرۍ او ټرانزیټ ته زیان رسولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *