د صنعت او سوداګرۍ وزارت : دا مهال افغاني تولیدات د نړۍمهمو هيوادونو ته صادريږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د نندارتونونو جوړول د هيواد محصولاتو او تولیداتو د پېژندني لپاره مهم دي او دا مهال افغاني تولیدات د نړۍ مهمو هيوادونو ته صادريږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخي، دغه نندارتون په ۳۱۰ غرفو کي په بېلابېلو برخو کي محصولات او تولیدات د څلور ورځو لپاره نندارې ته اېښودل سوي دي.

څو ورځي وړاندي کابل د ازبکستان د تولیداتو نندارتون کوربه وو، چي د دواړو هيوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۱ هوکړه لیکونه لاسلیک سول.