د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخي؛ په دې کتنه کي د کندهار ښار د لبنياتو تولیدي کارخونو مسوولينو خپلي ستونزي او وړاندیزونه د هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شريکي کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ډاډ ورکړی، چي دغه وزارت د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره پوره هڅي کوي او د لبنياتو په سکتور کي د ځان بسيايني لپاره د ترجيحي تعرفو په وسيله، د دغه سکتور بشپړ ملاتړ کوي.