د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چي د تېرو  نهو میاشتو پرمهال افغانستان له چین سره د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې

په دې سوداګریزه راکړه ورکړه کي تر ډېره افغانستان له چین توکي وارد کړي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند‌زاده وايي، د افغانستان او چین ترمنځ د نهو میاشتو په جریان کي راکړه ورکړه ۵۴۸ میلیونه ډالره دی چي له ډلي یې، ۱۲ میلیونه صادرات او پاتي ۵۳۵ میلیونه یې، واردات دي.

اخند‌زاده هیله‌مندي ښيي چي د چین له لوري پر ۹۷ سوداګریزو اقلامو د تعرفې لیرې‌کولو سره به د کابل او بېجنګ ترمنځ اقتصادي اړیکي لا وده وکړي.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین بیا چین ته د افغانستان صادراتو په برخه کي شته ستونزو ته په اشارې سره غواړي چي د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره دي لا هڅی وسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *