د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشري يو پلاوی ايران ته سفر کوي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چي يو پلاوی به د ايران هيواد ته سفر وکړي ددي پلاوي مشري به د صنعت وزارت په غاړه وي او په تشکيل کي يي د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، بهرنیو چارو وزارت او مالیې وزارت استازي شامل دي.

ددي سفر موخه د ايران سره د لاسليک سوي تړونونو پلي کول دي.