د صنعت او سوداګرۍ وزارت : په هرات کي یو نوى صنعتي ښارګوټى جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په هرات ولایت کي یو نوى صنعتي ښارګوټى جوړېږي؛ چي په مرسته به یې دغه ولایت لا په یو صنعتي او سوداګریز مرکز بدل سي.

د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د هرات له مرستیال والي او د اطلاعاتو کلتور وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي سره په کتنه کي ډاډ ورکړی، چي په یاد ولایت کي به د یو نوي صنعتي ښارګوټي سربېره د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدو چاري هم پیل سي.

له بل لوري بیا د هرات مرستیال والي فراهي د افغان- ترکمن ګډو پروژو پلي کېدو ته په اشارې سره ویلي، چي په دې سربېره د نړیوال ترمینل، د نوي صنعتي ښارګوټي او د نورو لویو اقتصادي پروژو پرانیستل کېدل به هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ په مرکز بدل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *