د ط…البانو د امر ثاني له امله د نجونو د زده کړو بندیز ۱۳۰۰ ورځي واوښتې

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده، له لوري د «امر ثاني» په نوم د نجونو د تعلیم بندیز نن له ۱۳۰۰ ورځو واوښتی.
د دې بندیز له امله لا هم له شپږم ټولګي پورته نجوني او همداراز د پوهنتونونو محصلیني، له تعلیمه محرومي پاته دي.
که څه هم ط…البان وخت ناوخته د “اسلامي نصاب جوړوني”، “مناسبو شرایطو”، او “جلا چاپېریال” برابرولو خبره کوي، خو تر دې دمه په دې برخه کي عملي ګام نه دی اخیستل سوی.
د روان ۱۴۰۴ لمريز کال له پیل سره سره، ښوونځيو او پوهنتونونو ته د نجونو د بیرته ستنېدو دروازې لا هم تړلي پاته دي.
پرله‌پسې کورني او نړیوال غبرګونونه، د ښځو د زده کړو د حق پر اهمیت ټینګار کوي، خو تر اوسه د ط…البانو د تصمیم بدلون نښي نه لیدل کېږي.