د ط…البانو مشر ملاهیب…ت الله یادی څرګندوني د دوشنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د اسلامي ثقافت د مضمون د اغېز تر عنوان لاندي په جوړ سوي کنفرانس کي وکړې، دغه کنفرانس ته یوازي د افغانستان د ټولو پوهنتونو څخه د شرعیاتو، اسلامي ثقافت د پوهنځیو استادان او ملایان راغوښتل سوي وو.
د یادي کنفرانس پر مهال هغه ویلي دي، چی علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته پکار ده، چي د علم په رسولو کي لکه د لمر په شان ټولو ته رؤڼا ورسوي.
هغه دپوهنتون استادانو ته په خطاب کي وویل، چي په پوهنتونو کي داسي خدمت وکړئ، چي د پوهنتون محصلان د خلکو له پاره مادي او معنوي قوت جوړ سي.
دهغه په وینا چي موږ په چارو کي د الله تعالی په رضایت مکلف یو، د الله تعالی په نارضایتۍ کي د خلکو په رضا کي خیر نسته او د ام…ارت مسئولانو ته ئې وویل د الله تعالی د رضا او شرعي نظام له پاره افغانانو شل کاله ج.هاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو له پاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه سو.
د هغه په خبره کفارو په افغانستان کي په نظامي جنګ کي ماتې خوړلې او اوس ئې تبلیعاتي جنګ پېل کړی دئ او دخپلو خلګو څخه د تبلیغاتي جنګ د مخنوي په برخه کي دمبارزي غوښتنه کړې ده.
د یادوني وړ ده، چي هغه پر داسي مهال د علم او پوهي پر ارزښت او ټولو ته پر رسولو ئې ټینګار کوي، چي د تېرو درو کالو راهېسي په افغانستان کي میرمنو ته د زده کړو حق نه دئ ورکول سوی او د هغوی پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې بندي دي.