د ط..البانو د مشر د امن په کور کندهار کي يو ځوان غلو د کور مخ ته وژلی

د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال خبر ورکړی، چي تېره شپه وسله والو غلو د کندهار ښار په ۱۴ امنيتي حوزه کي دغه ځوان د خپل کور مخ ته ويشتلی او وژلی دئ.
وسله وال غله د ياد ځوان تر وژل کېدو وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي.
د کندهار ط..البانو تراوسه د دغي پېښي اړوند څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په کندهار کي د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله اوسېږي او ط..البان هم د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت اړوند ادعا کوي، خو د کندهار ولس ورځ تر بلي د وسله والو غلو څخه شکایت کوي. په دغه ولايت کي وسله وال غله په رڼا ورځ د خلګو کورنو او دوکانونو ته ورځي او غلاوي کوي، خو ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.