د ط..البانو د هوايي چلند وزارت د جمعې په ورځ د خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي دي، چي د شنبې په ورځ د افغانستان په شلو ولايتونو کښي د شديد باران، تالندي، برېښنا او سېلابونو راوتلو خبر ورکړی دئ.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کښي راغلي، چي د شنبې په ورځ د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غزنی، غور، دایکندي او میدانوردګ کښي د شديد باران، تالندي، برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دئ.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي په بېلابېلو ځایونو کښي د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي متره اټکل سوې ده.