څه موده وړاندي ط..البانو پر خپل مشهور مبليغ جنرال مبین باندي په دې موخه چاپه وهلې وه، چي هغه د پاکستان د حکومت او مشرانو خلاف څرګندوني کړي وې.
ط..البانو جنرال مبين ونيوی او د محکمې تر پرېکړي وروسته تراوسه پوري د زندان د تورو پنجرو شا ته شپي او ورځي سبا کوي.
اوس د جنرال مبين هغه ويډيو رسنيزه سوې ده، چي په کښي ښکاري چي ط..البان د هغه ځای ته ورځي او د هغه د نيولو هڅه کوي، په ويډيو کي جنرال مبين ادعا کوي، چي ط..البانو ئې نفر وهلي او ټکولي هم دي.
مبین د ط..البانو د ټولنیزو رسنیو مشهوره څهره د ط.البانو د ټولو مشرانو تابع دئ ، او تل ئې د ط.البانو هره کړنه ستایلې ده ، خو له هغه وخته چي ئې پر رسنیو د پاکستاني چارواکو خلاف خبري پیل کړې او د مهاجرو مقابل کي ئې د پاکستانیانو ظلمونه وغندل ، په بار بار د خپلو ،ط.البانو لخوا نیول سوی او وهل سوی دی .
د یادوني وړ ده چي له دې مخکي هم ط.البانو خپل د ډلي هر هغه کس زنداني کړی چي د پاکستان ضد آواز ئې پورته کړی وي.