د عامي روغتیا وزارت د پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي په کابل کي په یوه خبري کنفرانس کي ادعا کړې چي افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه دی.
دغه چارواکي د ښځو د روغتيايي زده کړو د منع کولو د پایلو په اړه ادعا کړې چي په افغانستان کي شاوخوا ۳۰ زره قابلې سته چي د هیواد د روغتیايي سیستم برخه نه دي.
دا په داسي حال کي ده، چي طالبانو په دې وروستیو کي په روغتيايي انسټيټيوټونو کي د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چي افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ دی.