په دغه لیدنه کي د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په اړه هم خبري سوي.
د عامي روغتیا وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چي د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د حوزي مشر پیو سمیت سره لیدلي او په افغانستان کي یې د روغتايي مرکزونو پر زیاتولو، په سپینو سیمو کي د نویو روغتايي مرکزونو جوړېدو، د ګرځنده روغتايي خدمتونو د کیفیت ارزوني او باثباته مرکزونو ته د بدلولو، د مور او ماشوم برخي خدمتونو کي د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه ورسره خبري کړي دي.
همدارنګه د دغه وزارت پر اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د حوزوي مشر پيو سمیت له قوله لیکل سوي، چي د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په برخه کي به نړۍوالي مرستي راجلب کړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق حوزي مشر په داسي حال کي د عامي روغتیا له وزیر سره لیدلي، چي د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ويډیويي کليپ کي تېره ورځ ويلي وه، چي په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات سوی او يوازي له دوی سره د ثبتو سويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی چي له پخوا ډیر دی.