د عامې روغتیا وزارت وایي، په هیواد کي هر کال لس زره کسان له نري رنځ څخه مري

د عامي روغتیا وزارت وایي، په هیواد کي هر کال شاوخوا ۷۵ زره کسان په نري رنځ اخته او له منځه یې شاوخوا لس زره ناروغان مړه کیږي.
د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندي کولو مرستیال عبدالولي حقاني د نري رنځ نړۍوالي ورځي په مناسبت غونډه کي ویلي، تېر کال یې په ټول هیواد کي د نري رنځ څه باندي ۵۱ زره پېښي ثبت کړي او درملنه یې کړې ده.
چارواکو پر نړۍ‌والو بنسټونو ږغ کړی، چي د دغه ناروغۍ پر وړاندي مبارزه کي له افغانستان سره همکار پاته سي.
په افغانستان کي د روغتیا نړیوال سازمان استازي او د ماموریت مشر ادوین سینیزا سلاودر بیا ویلي، د اټکل له مخي په ۲۰۲۳ کال کي په افغانستان کي د نري رنځ له کبله څه باندي ۱۰ زره د مړیني پېښي ثبت سوي او په دې موده کي ۷۵زره کسان په دې ناروغۍ اخته سوي دي.
د نوموړي په خبره، دا په هرو ۵۲ دقیقو کي د یو کس د مړیني او په هرو ۷ دقیقو کي په نري رنځ د یو کس د اخته کېدو ښودنه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *