د عامې روغتیا وزارت: په هیواد کي په نږدې دریو کلونو کي په لیري پرتو سیمو کي ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ سوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هیواد کي د ا.ا له واکمنېدو وروسته د افغانستان په لیري پرتو سیمو کي شاوخوا ۳۰۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ سوي او د روغتیایی پرسونل په ګمارلو سره په دغو سیمو کي خلکو ته روغتیايي خدمتونه زیات سوي.
د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په یاده برخه کي د دې وزارت د رهبرۍ په هڅو د افغانستان ليري پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه ۱۱ زره او ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکي نوي پر دندو ګمارل سوي دي.
دا په داسي حاله کي ده چي لا هم د ډیری ولایتونو په لیري پرتو ولسوالیو کي خلک د روغتیايي خدماتو د نشتون څخه شکایتونه کوي او وايي، مجبور دي چي خپل ناروغانو د درملني لپاره ښارونو ته ولېږدوي.