د عبدالکبیر او دېکسن په لیدنه کي د برېټانیا او اسلامي امارت ترمنځ پر دوامداره تعامل ټينګار سوی

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت شارژدافیر رابرت دیکسن وايي چي دغه هیواد له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.

دیکسن د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدني پر مهال ټينګار کړی چي برېټانیا له اسلامي امارت سره د تعامل د دوام غوښتونکی دی او په وینا یې، دغه هیواد کي د اسلامي امارت ضد فعالیتونو ته اجازه نه‌ورکول کېږي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دېکسن د اسلامي امارت او برېټانیا استازیو ترمنځ لیدنه ګټوره وبلله او د ځینو ستونزو حل لپاره یې، مهم ګام وباله.

د چارو یوشمېر شنونکي د اسلامي امارت پروړاندي د برېټانیا نرم سیاست د خپلو سیاسي، امنیتي ګټو له امله بولي او په وینا یې، دغه کار یې، نړیوالو سیالیو کي د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو کړی دی.

برېټانیا سربېره پر دې چي له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټينګار کوي، خو تراوسه یې، کابل کي خپل سفارت بېرته نه‌دی فعال کړی.