د عدم تشدد نړيواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي، د تاوتريخوالي له امله يې ارمانونه نيمګړي پاته دي

نن د اکتوبر دویمه د عدم تشدد نړیواله ورځ ده، ملګروملتونو په ۲۰۰۷ کال د جون پر ۱۵مه د هند د ازادۍ تحریک د مشر مهاتما ګاندي د زوکړي ورځي ته په کتو دغه ورځ په نړۍ کي د نه تاوتریخوالي د ورځي په توګه ونوموله.

په‌داسي حال کي چي، د اکتوبر د میاشتي ۲مه نېټه هر کال په نړۍ کي د عدم تشدد د ورځي په توګه لمانځل کیږي یوشمېر افغانان وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له کبله یې ډېری ارمانونه نیمګړي پاته دي.

په شلمه پېړۍ کي د ګاندي تر څنګ خان عبدالغفار خان چي د فخر افغان یا باچا خان په نامه هم یادیږي په افغان مېشتو سیمو کي د عدم تشدد د فلسفې خپرولو لپاره اوږده مبارزه وکړه او په دغه لار کي يې ګڼي قربانۍ ورکړې.

د یادولو ده چي افغانانو د لسیزو په اوږدو کي د جنګ جګړو له کبله ګڼي قربانۍ ورکړي دي او وایي، په هیواد کي باید داسي یو سیاست پلی سي چي بیا افغانان له جګړو او ناخوالو سره مخ نه سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *