د عراق د مقاومت ډلې د هایفا هوایی ډګر په نښه کړ

د عراق د مقاومت ډلې په هایفا کې پر یوه کیمیاوی ګودام د بې پیلوټه الوتکو په واسطه برید کړی او ادعا کوي چي ددې بريد موخه په محاصره سوي غزې تړانګه کي د فلسطینیانو ملاتړ کوي.

د تېر اکټوبر د میاشتي په اوومه نېټه د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسي د یمنې ځواکونو او د عراق د اسلامي مقاومت د ځواکونو لخوا د غزې د تړانګي له خلکو څخه د ملاتړ د اعلانولو په لړ کښي څو ځلي داسراييلو له خوا نیول سوی بندر ایلات په نښه سوی دی.
اسراییل د اکتوبر په اوومه د غزې تر محاصرې وروسته خپله وحشیانه جګړه پیل کړه .

د تل ابیب رژيم تر اوسه پورې څه باندې ۳۰ زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځي او ماشومان دي وژل سوي او څه باندي ۶۸ زره او ۸۸۳ تنه نور ټپیان سوي دي.

اسرایيلو په ګڼ میشته سیمه کې بشپړه محاصره کړې، د تیلو، بریښنا، خوراکي توکو او اوبو د ليږد مخه يي نيولې د اسراييلو په دې محاصره کي تر دوه میلیونو ډیر فلسطینیان بند پاتي دي .