د عزیزي بانک مشر د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته ډاډ وړاندي کړی

میرویس عزیزي نن شنبه وویل، بغلان ولایت ته یې د مرستندویه ډلي د استولو امر کړی دی.
دغه افغان سوداګر په بغلان ولایت کي د مرګ ژوبلي له امله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چي د تلفاتو د زیاتوالي له امله یې د مرستو رسولو پرېکړه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په بغلان ولایت کي د سېلابونو د قربانیانو شمېر له ۳۰۰ کسانو څخه اوښتی دی.