د غزني د ط..البانو د‌ علماو شورا پرېکړه کړې؛ خلګ دي نور ښځي نه طلاقوي

د ط..البانو د علماوو شورا په غزني ولايت کښي يوه ۱۵ مادې لرونکی پرېکړه‌ليک نشر کړی، چي د واده او د ښځو د مهر په اړه دئ. په دې پرېکړه‌ليک کښي راغلي چي طلاق په اسلام کښي يوازي په اړينو او عاجلو حالاتو کښي جواز لري. له همدې کبله، له غير ضروري طلاق څخه بايد مخنيوی وسي.
د پرېکړه‌ ليک په پنځمه ماده کښي ويل سوي، چي په وروستيو کښي ځينې کسان د ښځې د نافرمانۍ يا مخالفت له امله خاوند پر “طلاق خلع” اړ باسي، خو د خلع پيسې اخيستل د نارينه له‌پاره ناجايز دي او له دې غير شرعي عمل څخه بايد مخنيوی وسي.
د يادوني وړ ده، چي ط..البان ياده پرېکړه پر داسي مهال کړې، چي افغانستان کښي ط..البانو د ښځو او نجونو څخه د الله له طرفه ټول ورکړل سوي حقوق اخيستي او ورځ تربلي ورباندي ژوند نور هم سختوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *