د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې نن شپه په رفح ښار باندې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي

د حماس جنګیالیو هدف د تل_ابیب په نښه کولو سره د رفح ښار د برید مخه نیول دي چې له مهاجرینو ډک و. اوس مهال رفح د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سختې بمبارۍ سره مخامخ دی، د رفح ښار په څو سیمو کښې څه دپاسه ۵۰ جنګی الوتکو او چورلکو په کورونو او جوماتونو حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې په لسګونو کسان شهیدان او ژوبل شول. د النجار او کویت روغتونونو ته د ویستلو لړۍ لا هم روانه ده د روغتون شاوخوا سیمې او د استوګنې ټولې سیمې په نښه سوي دي

ددي بريدونو په نتيجه کی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي چې له دې سره د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۱۷۶ ته ورسېد. پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷۷۸۴ فلسطینیان ټپیان شوي دي. په اسراییلو کې د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۱۱۳۹ تنو ته ورسېد.