د غزې په بېلابېلو سیمو کي د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخي، دغه کسان د نصیرات کډوالو کمپ، زیتون او شیخ‌ رضوان سیمو کي د اسراییلو په بریدونو کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نصیرات کمپ کي لس او پاته لس کسان چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي، زیتون او شیخ رضوان سیمو کي مړه سوي دي.
له هغه وخت راهیسي چي اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، تراوسه څه باندي ۴۱۲۲۶ کسان مړه سوي او څه باندي ۹۵ زره ۴۱۳ کسان هم ټپیان سوي دي.
له دې سربېره د اسراییلي ځواکونو له‌خوا میلیونونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ سوي او زرګونه فلسطینیان بیا د اسراییلو په زندانونو کي شپې او ورځي تېروي.