د غزې په تړانګه کي جګړه یوه کلنه سوه لا هم پر فلسطینیانو هوايي بریدونه دوام لري

په زرګونو کسانو پرون د نړۍ په مختلفو سیمو کي د ترکیې په شمول په غزه کي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاریونونه وکړل.
په ترکیه کې د فلسطنیانو ملاتړ کېدی د نړۍ په یو شمېر نورو ښارونو کي د پاریس په ګډون لاریون کوونکو د اسراییل په ګټه شعارونه ورکړل.
د فلسطنیانو او اسراییلیانو په ګټه مظاهرې په سډني، جاکارتا، لندن، نیویارک، کیپ ټاون، روم او یو شمېر نورو ښارونو کي وسوې.
په غزه کي د حماس تر واک لاندي روغتیا وزارت وایي چي د یوه کال په ترڅ کي د ښځو او کوچنیانو په ګډون تر ۴۱زره ډېر فلسطنیان په غزه کي وژل سوي او نږدې سل زره نور ټپيان سوي دي.
ملګري ملتونه وایي، د یوه کال په ترڅ کي د غزې په تړانګه کي تر دوه میلیونه ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره سوي دي.
د غزې جګړه لبنان ته هم غځېدلې او دوې اوونۍ مخکي اسراییل د لبنان د خاوري دننه د حزب‌الله ډلي پر ضد عملیات پيل کړي چي لا هم دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *