په غزه کي د اسراییلو د روانو عملیاتو په لړ جبالیه سیمه کي د نښتو پرمهال ۵۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسراییلو د روانو عملیاتو په اړه په تازه خپرو کړیو معلوماتو کي ویلي چي جبالیه کي د دوی د پوځ د ۱۶۲مي څانګي عملیات او نښتي رواني دي.
له څو اوونیو راهیسې کلابند بیتلاهیا سمه کي د روانو پراخو پوځي عملیاتو له امله ګڼشمېر ملکیان بند پاته او د خوړو او درملو ترڅنګ له نورو روغتیايي خدمتونو هم محروم دي.
بل خوا نړیوالو رسنیو د لبنان د پلازمینې بیروت پر جنوبي او ختیځو سیمو باندي د اسراییلو د سختو بریدونو خبر ورکړی چي په پایله کي یې لسګونه کسان وژل سوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چي اسراییلو د خپلو بریدونو په دوام د بیروت په جنوب کي د «ضاحیه» پر ځینو برخو بمباري کړې ده.
دا هوايي بریدونه وروسته له هغه سوي چي اسراییلي پوځ د سیمي اوسېدونکو ته د سمدستي وتلو امر کړی وو.