د غزې په جګړه کي تر دا مهاله نږدې ۲۰۰ خبریالان وژل سوي

په غزه کي په وروستۍ پېښه کي چي د الجزیرې تصویراخیستونکی احمداللوح ووژل سو، فلسطیني چارواکو ویلي، چي پر غزه د اسراییلو د بریدونو له پیله تر دې مهاله د وژل سویو خبریالانو شمېر ۱۹۶ ته رسېدلی دی.
فلسطیني چارواکو په یوه بیانیه کي ویلي، په غزې تړانګه کي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷ مي یعني د اسراییلو بریدونو له پیله تر اوسه ۱۹۶ خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا شمېرې په داسي حال کي خپریږي چي د الجزیرې عربي ویبپاڼي راپور ورکړی چي د دې رسنۍ تصویر اخیستونکی احمداللوح پرون د نصیرات په نوم د بې‌ځایه سویو فلسطینیانو پر یو پنډغالي د اسراییلو د بمبارۍ پر مهال وژل سوی دی.
د اسراییلو او حماس د جګړې له پيله تر اوسه الجزیرې په پرلپسې توګه په دې جګړه کي ملکي وګړو ته د تلفاتو پر اوښتو خبرونه خپاره کړي دي.
اللوح د الجزیرې پنځم خبریال دی چي په تېر څه باندي یو کال کي د غزې په جګړه کي وژل کیږي.