د غزې په شمال کي د اسراییلو په یوه برید کي لږترلږه د ۱۱ کسانود وژلو راپور ورکړل سوی دی

د فلسطین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چي دغه برید نن پنجشنبه سهار وختي په بیت لاهیا ښار کي سوی دی.
د راپور له مخي برید پر یوې هستوګنزي ودانۍ سوی دی.
په غزه کي د اسراییل نننی برید داسي مهال ترسره کيږي چي سپیني ماڼۍ پرون وویل چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره د غزې پر اوربند خبري کړي دي.
تر دې وړاندي د دوشنبې په ورځ بلېنکن وویل چي اسراییل له حماس سره د اوربند او د برمته سویو اسرایلیانو د خلاصون پر سر د یوې هوکړي وړاندیز منلی دی.