د غزې په يو ښوونځي کي د وژل سويو فلسطينيانو شمېر ۹۳ ته ورسېد

د غزې د ملکي دفاع بنسټ نن ویلي، پر یوه ښوونځي چې بې‌ ځایه سوي فلسطینیان پکښې وه د اسرايیل په هوايي حمله کي ۹۳ کسان وژل سوي دي.
د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې په بې پرې ډول دغه شمېرې نه‌سي تاییدولای، خو که تایید سي، دا به په غزه کي د اسرايیل او حماس ترمنځ د لس میاشتنۍ جګړې پر مهال تر ټولو له خونړیو پيښو وي، خو د غزې روغتیا وزارت بیا د وژل سویو شمېر ۸۰ یاد کړی دی.
په همدې حال کي د اسرايیل د پوځ ویاند وايي، پر ښوونځی د اسرايیل په برید کي د حماس او اسلامي جهاد شا و خوا ۲۰ وسله‌وال چي له هغه ځایه یې فعالیت کاوه، په نښه سوي دي.
ناداو شوشاني پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ښوونځي انګړ او هلته هغه جومات ویشتل سوی، چې د حماس او اسلامي جهاد د پوځي مرکز په توګه کارول کېدل.
دا په غزه کي د اسراییل او حماس ترمنځ لس میاشتنۍ جګړه کي یو له خونړیو بریدونو ګڼل کيږي.
د راپور له‌مخي په غزې تړانګه کي نژدې ټول ښوونځي د هغو کسانو په پناه ځایونو بدل سوي چي د جګړې له امله له خپلو مېنو کډي کولو ته اړ سوي دي.