د غزې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چي د اسراییل په هوايي بریدونو کي ۲۱ تنه وژل سوي

په دغو بریدونو کي اسراییل پنځه خبریالان هم په نښه کړي دي.
په غزه کي ډاکټرانو ویلي، چي د غزې ښار په زیتون سیمه کي پر یوه کور د اسراییل په هوايي برید کي اته کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، د غزې ښار په صبرا سیمه کي هم اسراییلي الوتکو یو کور په نښه کړی، چي اته کسان پکښي وژل سوي او په دې توګه د پنجشنبې ورځي د وژل سویو کسانو شمېر ۲۱ ته رسیږي.
د فلسطین د خبریالانو اتحادیې ویلي چي د اسراییل یوه برید د “القدس ټوډې” ټلویزیوني چینل پنځه خبریالان وژلي چي په یوه خپرندویه موټر کي د “العوده” روغتون مخ ته په النصیرات کډوالو کمپ کي موجود وو.
د اتحادیې په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې راهیسي، د اسراییلي بریدونو له امله تر اوسه له۱۹۰ زیات فلسطیني خبریالان وژل سوي دي.